د طالبانو له لوري د فراه ښار کلابندي او هره شپه د ۱۵ پولیسو وژل‌کېدل

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیلې امیني سلام وطندار ته وویل چې د فراه ښار له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دی او دې وسله‌والو ډلې په تېرو دوو شپو کې په‌دې ښار کې له ۱۰ ډېر پولیس وژلي دي.

اغلې امینې دا کړنه د ولایتي ادارې او امنیې قوماندانۍ د رهبرۍ کمزوري ګڼي.

فراه کې مدني فعال جواد تابش وايي چې طالبان د شپې له‌خوا د والي دفتر او امنیې قوماندانۍ په دوه کیلومترۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.

ښاغلی تابش په‌دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو مرګ‌و ژوبلې او تېښته د اندېښنې وړ چاره بولي.

ده همداراز زیاته کړه چې په دوو میاشتو کې د ملي اردو او ملي پولیسو له ۳۰۰ زیات سرتېرې وژل شوي او په همدې اندازه نورو هغو دندې پرېښې دي.

په ورته وخت کې د فراه د والي مرستیال محمدیونس رسولي د ولایتي شورا غړیو څرګندونې تاییدوي؛ وايي چې د فراه ښار شمالي، سویلي، ختیځې او لویدیځې دروازې د طالبانو له‌خوا کلابندې دي او په وینا يي، هره شپه په‌دې ولایت کې له ۱۰ تر ۱۵ امنیتي سرتېري وژل کېږي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې څو ځلې یې له حکومت سره امنیتي ستونزې شریکې کړي؛ خو هغوی ورته پام نه‌‌کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د طالبانو له لوري د فراه ښار کلابندي ردوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په‌دې ولایت کې د ترهګرو ځپلو طرحې خبر ورکوي او وايي چې ډیر ژر به عملي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام