غور کې ځانمرګي برید ۱ تنه وژلی او ۶ یې ټپیان کړي

د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر ضاالدین ثاقب سلام وطندار ته وویل چې دا پېښه نن غرمه د فېروزکوه د لویدیځې څنډې په یو کور کې شوې چې یو تن یې وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي‌دي.

د ښاغلي ثاقب په خبر، تر اوسه د ځانمرګي برید موخه نه‌ده څرګنده.

د غور د امنیت امر همداراز زیاته کړه چې وژل شوی او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

له بلې‌خوا د د غور د ولایتي روغتون رییس جمعه‌ګل یعقوبي وايي چې په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او ۶ تنه ټپيان شوي چې په ټپيانو کې ۳ ښځې او ۳ ماشومان دي.

د ښاغلي یعقوبي په باور، په ټپيانو کې د یو هغه روغتیايي حالت سخت ښودل شوی‌دی.

تر اوسه هېڅ وسله‌والې ډلې یا چا د دې پېښې د مسوولیت په تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام