د حزب اسلامي ۷۵ بندیان له زندانه خوشې‌شول

د حزب اسلامي ۷۵ غړي نن په کابل کې له بنده خوشې او د حزب اسلامي مشرانو ته وسپارل شول. دغه کسان پخوا د کورني او بهرني امنیت جرمونو په تړاو نیول شوي‌وو. په‌دې بندیانو کې ۳۸ له بګرامه او پاتې یې د څرخي پله له زندانه خوشې‌شول.

د کورنیو چارو وزارت د زندانونو او محکمو د اړیکو رییس جنرال شامیر امیرپور په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ خوشې شول.

ښاغلي امیرپور هغه ګنکوسي رد کړل چې ګنې د دغوبندیانو په منځ کې داعشیانو او طالبانو پورې ځېنې تړلي کسان خوشې کېږي.

 ده زیاته کړه چې د دغو کسانو په اړه هراړخیزه څېړنه شوې او ټول د حزب اسلامي غړي دي.

په همدې حال کې د حزب اسلامي ویاند نادرافغان سلام وطندارته وویل چې تر اوسه د حزب اسلامي ۱۴۵ بندیان خوشې شوي او دا لړۍ دوام لري؛ خو ده نیوکه وکړه چې په دولت کې دننه ځېنې کړۍ شته چې د حزب اسلامي د بندیانو خوشې‌کېدو د لړۍ مخه نیسي.

په یاده غونډه کې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د هوکړه‌لیک پلي‌کېدو کمېسیون غړي نصرالله وویل چې دغه تړون عملي کېږي او په څوو پړاوونو کې به د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې شي.

په ورته وخت کې یو خوشې شوي بندي وویل، په اتو کالو بند محکوم شوی‌و چې دوه نیم کاله یې تېر کړل او غواړي کور ته له تګ سره سملاسي خپلې نیمګړې زده‌کړې بشپړې کړي. 

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ تړون له لاسلیک‌کېدو نږدې ۱۳ میاشتې تېرېږي او د  حزب اسلامي مشرانو په وینا، د دې تړون یوه ماده هم دا وه چې حکومت به د دوی ټول له ۲۵۰۰ تر۳ زرو پورې بندیان خوشې‌کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام