ټاکل شوېوه چې تېره اوونۍ ولسمشر محمداشرف غني ته د برېښنايي تذکرې په ورکولو سره دا لړۍ پیل شي؛ خو د ځېنو موضوعاتو له امله وځنډېډله.
د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د برېښنايي تذکرو وېشلو کې ځنډ پر ځای وبللو.
ښاغلي عبدالله وویل، سره لهدې چې د برېښنايي تذکرو د وېش لهپاره فني چمتووالی نیول شوی او ټاکل شوېوه چې دا بهیر پیل شي؛ خو د دې لهپاره ځنډېډلی چې پهدې اړه لا هم جدي بحثونه روان دي.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه چې حکومت دمګړۍ پهدې تړاو د خلکو له استازیو سره خبرې ـ اترې کوي او د حقوقوي لوریو تر څنګ د خلکو غوښتنې ته د درناوي په پار ځنډ رامنځته شویدی.
د اجرایوي رییس په وینا، دا ستونزه باید د خلکو ترمنځ د بېلتون سبب نهشي او هره پرېکړه چې کېږي؛ هغه به د ټولو د غوښتنو پر بنسټ وي.
په روان لمریز کال کې څو ځلې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ وځنډېډله.
د برېښنايي تذکرو وېش ادارې مسوولان د تذکرو په وېش کې د ځنډ لامل د ولسمشر بوختیا په ګوته کوي.
ولسي جرګې د روان لمریز کال په کب میاشت کې د ملیت او قوم کلمو لیکل په برېښنايي تذکرو کې رد کړ.
خو په لیندۍ میاشت کې د ولسي او مشرانو جرګې غړیو ګډ کمېسیون په برېښنايي تذکرو کې د ملت، قوم او دین کلمو لیکلو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ.
لهدې ټولو سره ـ سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي د برېښنايي تذکرو وېش غوښتونکي دي؛ خو ځېنې نور بیا د ولسي جرګې په اجندا کې یو ځل بیا پر دې مسلې د بحث غوښتونکي دي.