
د ارګ سره د عطامحمد نور په اړه د جمعیت اسلامي ګوند لومړۍ غونډه پای ته ورسېده. په دې خبرو اترو کې د جمعیت لهخوا صلاح الدرین رباني، محی الدین مهدي، ستار مراد او واقف حکیمي او بل خوا بیا حنیف اتمر، معصوم ستانکزي او سلام رحیمي د ارګ په استازیتوب ګډون درلود.
یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، دا مذاکرات په دې راڅرخېدل چې ارګ دې دوه وزارتونه، دوه سفارتونه، یو ولایت او د امنیې قومانداۍ یوه څوکۍ د جمعیت استازو ته ورکړي او د هغوی کسان دې پرې وګوماري.
سرچینه زیاتوي، د نن ورځې په غونډه کې یوازې ارګ ته د جمعیت ګونډ غوښتنې وړاندې شوي دي او دواړه لوري به په راتلونکیو غونډو کې په دې اړه لا زیات بحث وکړي.
سرچینې وویل، تېره شپه صلاح الدین رباني د ملي یووالي حکومت له اجرایوي رییس سره د دغو مذاکرو په اړه بحث کړی دی او ډاکتر عبدالله بیا د موجوده جنجالونو پر سولهییزې حل لارې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور ادعا کوي، حکومت د بلخ ناامنه کولو پلان لري او هغه دا ځل په کابل کې له پټې قضیې وايي، چې د ملي امنیت بنسټونو او د ملي امنیت شورا په دولتي میلمستونونو کې یو شمېر ولګرد کسان راټول کړي او وسلې یې پرې ویشلي دي او بلخ ته یې د پاڅون لهپاره ورلېږي.





