د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وايي، د ټاکنیزو ټیمونو له خوا د ټولو ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۳۵ سلنه یې مدارک او اسناد نه لري او له همدې کبله بې اعتباره ګڼل کېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشاء رييس چمن شاه اعتمادي وايي، په کندهار، کابل، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د شکایتونو څېړنې پروسه به له څلورو تر پنځو ورځو نوره هم وغځول شي، خو په نورو ولایتونو کې دغه پروسه له خپل قانوني وخت سره سمه، پای ته رسېږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ټول هېواد په کچه ۱۶ زره ۵ سوه شکایتونه ثبت کړي چې ډېره برخه یې ټاکنیزې سرغړونې او جرمونه تشکیلوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرايوي رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون باید دقیق او کره عمل وکړي ترڅو پر ټاکنو د خلکو باور بېرته را وګرځي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي وايي، تر اوسه پورې د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې پروسه په جوزجان، بادغیس، پروان، پنجشیر، نورستان او دایکندي ولایتونو کې بشپړه شوې ده.