د امریکا پر دوو اډو د ایران برید؛ ایران: ۸۰ امریکایان وژل شوي

د امریکا دفاع وزارت په عراق کې د ایران له لوري د دغه هېواد پر دوو پوځي اډو د برید خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په عراق کې د امریکا پر دوو اډو له ۱۲ ډېر توغندي لګېدلي دي.

د امریکا پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایران په عراق کې د امریکا پر ځواکونو له ۱۰ ډېر توغنديز بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه برید په غبرګون کې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «هر څه سم دي. دوه توغندي له ایرانه په عراق کې پر دوو اډو لګېدلي، مرګ‌ژوبله او زیان به یې وارزول شي.»

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې پر عراق د دغه هېواد په بریدونو کې ۸۰ امریکایان وژل شوي، خو امریکايي چارواکیو تراوسه د یادو بریدونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ایران داسې مهال په عراق کې پر امریکايي اډو بریدونه کړي چې امریکا د جمعې په ورځ د دغه هېواد د سپاه‌پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې وواژه.

اړوند مطالب:

عراق کې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو مشر ووژل شو

د ایران او امریکا ټکر به د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصاد اغېز وکړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام