په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو پر مهال د امریکا ۵ پخواني ځانګړي سرتېري د ۲۰۰ زرو امریکايي ډالرو په پټولو تورن شول.
د امریکا د فدرال لویې څارنوالي د وینا پر بنسټ، تاډ کمبرین چې ۴۶ کلن دی، له ۱۵ کلونو بند او ۵۰۰ زره ډالرو جریمې سره مخ دی.
دغو ۵ کسانو له هغو پیسو نه ناوړه ګټه اخیستې چې د امریکايي ځواکونو د اړتیا وړ وسایلو د پېرلو لپاره ورکړل شوي وو.
د سندونو پر بنسټ، یادې پیسې د لارې، روزنتون او روغتون د جوړولو لپاره ورکړې شوې وې، خو امریکايي سرتېرو د پست له لارې او کله هم له ځانه سره امریکا ته وړي دي.