
د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري او د دولتي ښوونځیو ځینې ښوونکي د معاشونو په ورکړه کې له ځنډه شکایت کوي او وايي، په خپل وخت سره د معاشونو نه ورکړې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
فرید یو سرتېری دی او د هېواد په یوه شمالي ولایت کې دنده تر سره کوي. نوموړی وايي، اته میاشتې کېږي چې خپل حقوق یې نه دي تر لاسه کړي او په دې موده کې یې کورنۍ اړه شوې چې څو ځله له خپلو ګاونډیانو د خوړو توکي پور واخلي.
د امنیتي ځواکونو دغه غړی وايي، کورنۍ یې د ژمي په دې سړه هوا کې پیسو ته ډېره اړتیا لري او که په دې ورځو کې یې حقوق ور نه کړل شي، نور د امنیتي ځواکونو لیکه خوشې کوي او اړ دی چې بل کار وګوري.
د فرید په وينا، کله چې سرتېري د خپلو کورنیو له مصوونیته باوري نه وي، نهشي کولای په جګړې کافي تمرکز ولري.
د امنیتي ځواکونو بل غړی محمد زمان وايي، د خپلې کورنۍ د اړتیا پوره کولو لپاره د لېږلو پیسې نه لري.
دغه سرتیری وايي، کورنۍ یې د ژوند پرمخ وړلو لپاره ډېرې پیسې پور کړي دي چې د پور ورکړه د ده له توانه بهر ده.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د پولیسو د معاش ورکړه کې ستونزه نشته او د دې سرتېرو د معاش ورکړه په خپل ټاکلي وخت تر سره کېږي.
په ورته وخت کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي هم د دوی د معاشونو په ورکړه کې له ځنډه نیوکه کوي.

یو شمېر ښوونکي وايي، حقوق یې کم دي او اوس د همدې حقونو ورکړه هم له ځنډ سره مخ شوې ده.
د دوی په خبره، ښوونکي د ټولنې د پرمختګ او د ماشومانو او نویو ځوانانو د روزنې لپاره ډېر زحمتونه ګالي او د همدې زحمتونو په بدل کې ډېر کم حقوق تر لاسه کوي چې بسنه نه کوي او حکومت باید په دې برخه کې په جدي توګه پاملرنه وکړي.
مینا د دولتي ښوونځي ښوونکې ده چې لس کاله کېږي د ښوونکې په توګه دنده تر سره کوي.
نوموړې چې په همدې موده کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، په اجارهیي کور کې ژوند کوي او د اوو کسیزې کورنۍ د لګښت مسوولیت ور تر غاړې دی.
مینا وايي، د بېوزلۍ له کبله یې ډېرې شپې په لوږه سبا کړي دي او ان ځینې وختونه یې د خوړو لپاره یوه ګوله ډوډۍ هم نه ده لرلې.
بله ښوونکې مقدسه وايي، د معاش کموالی او په ورکړه کې یې د ځنډ له کبله کورنۍ ستونزې پیدا شوي دي او ان کورنۍ یې د له منځه تلو ګواښ سره مخ ده.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، د ښوونکيو معاشونه له ماليې وزارته د پوهنې وزارت بوديجې ته لېږدول شوي او ډېر ژر به د ښوونکيو معاشونه ورکړي.
ډېر کله د حکومتي بنسټونو له کړنو خلک شکایت او نیوکې کوي؛ خو حکومتي چارواکيو تر اوسه په دې برخه کې جدي ګام نه دی پورته کړی.





