
د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا مرستیال عمرویریچ نن «افغانستان کې د بشري حقونو له مدافعانو د محافظت ستراتیژۍ وړاندې کولو» غونډه کې افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
د نوموړي په وینا، افغانستان کې د بشري حقونو مدافعان له ګواښ، تښتونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا مرستیال همدارنګه وايي، افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو قضیې په قانوني توګه نه څېړل کېږي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش دغه پروګرام کې وویل، هېواد کې د بشري حقونو ارزښتونه هغه مهال بنسټیز کېږي چې د بشري حقونو له فعالانو محافظت وشي.
د دانش په وینا، حکومت ژمن دی چې د بشري حقونو د فعالانو ساتنه وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان مسوولان همدارنګه د حکومت له خوا د بشري حقونو له مدافعانو د ملاتړیز میکانیزم پر نه موجوديت نیوکه کوي.





