د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ مسوولانو نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، پیسو د افغانستان سیاسي برخلیک په ځانګړې توګه، تېرو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو کې اساسي رول لوبولی دی.
د ياد بنسټ رييس سید اکرام افضلي وويل، د ولسي جرګې زیاترو غړيو د ټاکنیزو کمیسیونونو غړيو ته د پیسو په ورکولو سره، ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده.
د افضلي په وینا، د سیاسي برخلیک ټاکنو کې د پيسو رول لامل شوی چې پر حکومت د خلکو باور له منځه لاړ شي او فساد هم دوام پیدا کړي.
څو ورځې وړاندې د کابل استيناف محکمې د ټاکنیزو کمیسیونو پخواني رییسان او ۷ غړي د فساد په تور په دوو کالو او شپږ میاشتو بند محکوم کړل.
سید اکرام افضلي همدارنګه وايي، د ۱۳۹۹ کال بودیجه د حکومت او د ولسي جرګې د غړيو ترمنځ د پردې ترشا د معاملې پر بنسټ د قانون پر خلاف تصویب شوې ده.
خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د ولسي جرګې له خوا د ۱۳۹۹ کال د بودیجې تصویب په تړاو وايي، بودیجه د قانون او د بودیجوي امکاناتو په چوکاټ کې ترتیب شوې ده.