د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د سیمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ او ځینې نور چارواکي د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه نن جوزجان ته تللي او هلته یې د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او یوشمېر امنیتي چارواکیو سره لیدلي دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، شمال ته یې د سفر موخه د شمالي ولایتونو ارزول دي او په وینا یې، طالبان هڅه کوي چې د شمال او شمالختیځ ولایتونه ناامن کړي.
د محب په وینا، د نظامالدین قیصاري پر کور برید له همغږۍ پرته شوی و.
حمدالله محب زیاتوي، په شمالي او شمالختیځو ولایتونو کې به د طالبانو پلانونه شنډ او په وینا یې، د دې ډلې پر وړاندې عملیاتو کې به د عبدالرشید دوستم له نظامي تجربو ګټه واخلي.
هغه ډاډ ورکړی چې اوس په بلخ ولایت کې د وسلهوالو پر وړاندې عملیات پیل شوي او نورو شمالي او شمالختیځو ولایتونو ته به هم وغځېږي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، طالبانو د اقینې بندر او د شمالي ولایتونو کانونو ته د لاسرسي لپاره خپل بریدونه زیات کړي او په وینا یې، که ولسمشرۍ ماڼۍ اجازه ورکړي، شمالي ولایتونه به په څلورو میاشتو کې له طالبانو پاک کړي.
دوستم زیاتوي، د ملي امنیت شورا له سلاکار سره یې په ګډه غونډه کې د ټاکنو په اړه هم بحث کړی، څو د لانجو د حل لپاره یې سیاسي حللاره پیدا شي او طالبان ترې ناسمه ګټه وا نهخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په جوزجان ولایت کې ناامني هم د ولایت د مرکز شبرغان شاوخوا سیمو ته را رسېدلې ده.