محب: حکومت د شمال د امنيت ټينګښت لپاره بشپړه برنامه جوړه کړې

د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب فارياب ولايت ته په خپل سفر کې وايي، حکومت د شمال د امنيت ټينګښت لپاره بشپړه برنامه چمتو کړې ده.

محب د فارياب له اوسېدونکيو وغوښتل چې د حکومت د يادې برنامې په عملي کولو کې دې حکومت سره همکاري وکړي.

د نوموړي په وينا، د خلکو ډېری اړتیاوې د شمالي ولايتونو له لويو لارو پوره کېږي، نو له دې کبله د دښمن ډېر تمرکز د افغانستان په شمال دی.

د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د هېواد د شمال د امنيتي وضعيت بررسي کولو لپاره جوزجان ته سفر وکړ چې په دې سفر کې يې د ولسمشر له لومړي مرستيال عبدالرشید دوستم او د دې ولايت له يو شمېر نورو لوړپوړيو چارواکيو سره هم ليده کاته کړي دي.

په دې تړاو:

محب: د قیصاري پر کور برید له همغږۍ پرته شوی و

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام