غوریانو یوولس ورځنی اعتراض پای ته ورساوه

د غور یوشمېر معترضانو دغه ولایت ته د نه پام په اړه خپل یوولس ورځنی اعتراض له کابل نه د لېږل شوي پلاوي په منځګړتوب پای ته ورساوه.

معترضان د مرکزي حکومت له پلاوي سره د ۸۰ کیلومتره سړک پر جوړولو او د پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا د کار پر پیلولو هوکړه وکړه.

د ولسمشر سلاکار اسدالله فلاح چې د پلاوي په مشري یې غور ته سفر کړی و، د معترضانو غوښتنې پر ځای وګڼلې او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د برښنا شرکت عملیاتي رییس ناصراحمد چې له یاد پلاوي سره غور ته تللی وايي، په دغه ولایت کې به د پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا چارې په درېوو پړاوونو کې د نوي کال له پیل سره سمې پیل شي.

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازیو هم چې د ولسمشري ټاکنو له پلاوي سره ملګري وو، د معترضانو د غوښتنو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د ولسي جرګې غړي ګل‌زمان ناېب د معترضانو پر غوښتنو د ټینګار ترڅنګ وویل، له غوریانو سره د حکومت د ژمنو عملي کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

بله‌خوا د معترضانو په استازولۍ محمدوزیر دراني او محمدشریف قاضي‌زاده د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د ولسي جرګې د غړیو په غوښتنه او ضمانت یې خپل اعتراض پای ته رسولی او په وینا یې، که غوښتنې یې عملي نه شي، یو ځل بیا به اعتراض پیل او په دغه ولایت کې به دولتي ادارې وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې غوریانو دوه کاله وړاندې هم ورته اعتراض کړی و او د حکومت له لوري لېږل شوي پلاوي سره یې د یوه هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته پای ته ورساوه، خو د دوو کلونو په تېرېدو سره یې لا هم غوښتنې نه دي عملي شوي.

اړوند مطالب:

«سړک او برښنا غواړو»؛ غوريانو په کابل کې هم لاريون وکړ

هرات کې د غور ولايت سلګونه اوسېدونکيو لاريون وکړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام