ا.jpg)
د غور ولايت يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د دې ولايت زندانيانو ته شاوخوا ۵۰۰ کتابه د لوست د فرهنګ د دودلو په موخه ووېشل.
په يادو ورکړل شويو کتابونو کې ديني، حقوقي، فلسفي او د ټولنپوهنې اړوند کتابونه شامل دي.
مدني فعال محمدحسن حکيمي ښوونې او روزنې ته لاسرسی د هر وګړي حق ګڼي او زندانيانو ته د کتابونو له وېشه يې موخه د زندانيانو د پوهې د کچې لوړول دي.
د غور د مدني ټولنې مسوول محمدوزیر نوراني وايي چې هڅه کوي له دې لارې د ځوانانو او زندانیانو د پوهې کچه لوړه کړي، ټولنيز عدالت پلی شي او وکولای شي بشري حقونو ته لاسرسی پيدا کړي.
.jpg)
د غور د مرکزي زندان بنديانو د دې ولايت د مدني فعالانو او ځوانانو په دې کار خوښي وښودله او دا کار يې د خپلې پوهې لوړېدا لپاره ګټور وباله.
د فېروزکوه د زندان مدير دلاغا عادل په ياد زندان کې د معياري کتابتون له نشته شکايت کوي. نوموړی وايي، ستونزمنه ده چې له معياري کتابتون پرته د زندانيانو د پوهې کچه لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کورنيو چارو وزارت اعلان کړی و زندانيانو ته د کتاب د ورکړې او د لوست د فرهنګ دودلو لپاره يې هڅې پيل کړې دي چې له مخې به يې هر زنداني يو سل مخيز کتاب لولي او د ياد کتاب په اړه به لس دقیقې معلومات وړاندې کوي چې دا کار به يې شپږ ورځې د زندان موده کمه کړي.





