
د افغان ټاکنو نړیوالې مرستندویه ډلې ويلي تر هغه چې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانېږي د ملي يووالي حکومت دې ټول اصول مراعت کړي.
په دې ډله کې، ملګري ملتونو اروپايي ټولنه، ناټو، امریکا، اروپا، اسټرالیا، جاپان او جرمني او ځینې نور هېوادونه شامل دي.
يادې ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاکنو له ښکېلو غاړو غوښتي تر هغه چې د ټاکنو وروستۍ پايلې نه وي اعلان شوي ښکېل اړخونه دې داسې کار نه کوي چې بېثباتي رامنځته کړي او همداراز يې ويلي چې پرې دې ږدي چې د ټاکنو کميسيونونه خپل کار وکړي.

دوی زياته کړې که چېرې اصول مراعت شي نو دا کولی شي د افغان ځواکونو يووالی او بېطرفۍ وساتي او حکومت ته اجازه ورکوي چې مهمې موخې لکه د سولې موضوع او اقتصادي وده وڅاري.
اجرايه رييس عبدالله عبدالله په يوه خپره کړې اعلاميه کې د ټاکنو په اړه د افغان ټاکنو نړیوالې مرستندویه ډلې له دې څرګندونو هرکلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس په بهرنيو چارو وزارت کې د وروستيو ګمارنو په اړه غبرګون ښودلی و او ويلي وو چې نور يو اړخیزه ګمارنې نه شي زغملی.





