د سیاسي ګوندونو کور: د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي کمېشنران له پخوانیو بدتر دي

د سیاسي ګوندونو کور او مدني ټولنو بنستونو د پنجشنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د بې‌پرې کسانو ګومارنه د حکومت له خوا خلکو ته فریب ورکول دي.

د سیاسي ګوندونو غړی نصرالله فلک نوي کمېشنران له پخوانیو هغو بتر بولي او په دې اند دی چې په دغو کمېسیونونو کې د بې پرې کسانو ګومارنه ګټه نه لري.

فلک زیاتوي، بې پرې، مسولیت منونکي او ځواب ویونکي کسان د دوی په کارونو کې نشته .

خو د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه بیا وايي، چې د ټاکنیزو بنسټونو د نویو کمیشنرانو هرکلی کوي.

د نوي خط د سازمان رېیس فهیم صدیقي په دې غونډه کې وویل، چې د ټاکنو نوي غړي له پخوانیو ټاکنو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلواکي او بې پریتوب دې په عمل کې ثابته کړي.

دوه ورځې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ۷ کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ۵ نور يې د شکایاتو اورېدو کمېسیون ته ور وپيژندل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام