لاريونوالو د جوزجان ولايت د مقام دروازه وتړله

د شمال د نفت او ګازو د تخنیکي خدمتونو امریت سلګونو کارکوونکيو د دغه امریت له کارکوونکيو د ۴۰۴ بستونو کمېدو په اعتراض لاریون وکړ او د دې ولايت د مقام دروازه يې وتړله.

 دوی خبرداری ورکړ چې که د کانونو او پټرولیم وزارت د دغې ادارې د ۴۰۴ کمو شویو بستونو د برخلیک په اړه پرېکړه ونه کړي، ټول تاسیسات او کانونه به خوشې کړي او هغه وروسته به د هر ډول پېښې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي.

يادو کسان ادعا کوي چې حکومت د بستونو کمولو او له دوی د دندو له اخيستو سربېره، د هغوی استوګنیز کورونه چې په دولت پورې یې اړه لرله، غضنفر شرکت ته سپارلي دي.

د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه، د شمال د نفت او ګازو د تخنیکي خدمتونو د سروې امریت د کارکوونکيو له کمېدو په اندېښنې سره وايي چې که د دوی برخلیک روښانه نه شي، د دې ولایت د کانونو ساتنه به ستونزمن کار وي.

تر دې مخکې د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله جوزجان ولایت ته په خپل سفر کې ویلي وو چې د دې امریت د کارکوونکيو ستونزې له ولسمشر سره شریکوي؛ څو معقول او منطقي حل لاره ورته پیدا کړي. خو د څو میاشتو په تېرېدو د دې امریت د کارکوونکيو ستونزې لا هم نه دي حل شوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام