د خبرو پر مهال یې ځمکې ته کتل. داسې ښکارېده چې څوک یې ورک کړي وي. کرار یې سر راپورته کړ او له لنډو کتلو وروسته یې د چای ګیلاس پر سر واړوه او بیا یې فکر لرې لاړ. ومې ویل، څه ته سوچ وړې یې؟
«له دې مخکې چې د لومړي او وروستي ځل لپاره هلته لاړم، څو ځله مې وپتېیله چې هلته د تګ راز ووایم. که دا کار مې کړی وای، اوس ښايي له دې وحشت سره نه وی لاس او ګرېوان. نارام، ناوړه او ډارن وحشت چې په یوه شېبه کې غم او ښادي دواړه لرل. ډارن له هغه ورځې چې تاب نه راوړ او تل مې تر پوستکې لاندې ننوت. خوښ له هغې راهیسې چې له رسېدو سره سم ارامېده او یوازې پرېښودم. رښتیا، یو ناڅاپه مې هلته ځان وموند. سترګو ته مې وګوره! هېڅ داسې نه ښکاري چې کوم ناطبیعي څیز دې دلته وي. تقدیر داسې نه دی. ټنډه مې هم دا وی، باوري یې؟ را وړاندې شه، د لاسونو خطونه مې هم سم او سیده دي.» دا ډول خبرې، له شک پرته د هغه چا له درده ډکه خوښوونکې کیسه ده چې په کم خوند او تلپاتې درد یې ژوند کړی دی.
شاوخوا یوه اوونۍ مخکې مو له همکارانو سره پرېکړه وکړه چې د ښځینهوو له لوري د «ټابلېټ K» په نوم د هغو درملو کارولو په اړه راپور جوړ کړو چې نشه ورکوونکي دي. په پیل کې هېڅوک نه حاضرېدل چې د دغو نشهيي توکیو په اړه راسره خبرې وکړي. له څو ورځني انتظار او له بېلابېلو خلکو سره له لیدلو وروسته مې یوه تنکۍ پېغله وموندله چې له دوو کلونو راهیسې بېلابېل نشهيي درمل، په تېره «ټابلېټ K» کاروي. صدیقه د هغې مستعار نوم دی. صدیقه چې ښه ګنګسه ده، خپلې ډېرې کیسې کوي: «ستړې ورځ مې لرله. د معمول غوندې خپل زړه تنګوالی مې په یوه ارام ځای کې چې یوه ملګري مې راښودلی و، تېراوه. یوه ورځ، له دې پرته چې سره اړیکه ونیسو، یو ناڅاپه مې په هماغه ځای کې ولیدل. له سلام او پوښتنې وروسته یې زما د خبرو کولو له ډول او لاس او پښو له خوځولو نه یې زما د ستړیا او تشویش کچه معلومه کړه.» صدیقه پر یادو درملو د خپلې روږدتیا په اړه وايي او اوښکې تویوي: «مخکې پوهېدم چې د معصومې په مستعار نوم، بله ملګرې یې «ټابلېټ K» کاروي. زما به هم کله شوق ورته راغی چې ورسره ویې خورم. تر ډېرې مودې مې طاقت وکړ. کله به مې چې پر دغو نشهيي توکیو د معصومې روږدتیا لیدله، له ځانه سره به ویل، هېڅکله به پر دغو وحشتناکو توکیو نه اخته کېږم، خو هغه څه چې باید نه وای شوي، وشول.
«څه موده وروسته له معصومې سره د نږدې پاتې کېدلو له کبله پر یادو توکیو روږدې شوم. لومړی ځل و چې دا ډول درمل مې کارول. له لومړي ځل کارولو وروسته، تر ډېرې مودې مې کوم ځانګړی حس نه کاوه، ډاره شوې وم او چندان خوند یې نه راکاوه؛ خو په دویم او درېیم ځل یې داسې خوند کاوه چې ستاینه یې پر ژبه نه راځي؛ اخ څه تباهکوونکی خوند. له دوو درې میاشتو وروسته مو په سترګو کې د روږدتیا نښې له ورایه ښکارېدې او اړ وو چې یوه ګوښه ځای ته لاړ شو. د ښار یوه ارایشګاه د دغو توکیو د کارولو لپاره راته تر ټولو امن ځای و. سره له دې چې «ټابلېټ K» به مو هره ورځ کارول، په ګډه ښوونځي ته هم تللو. د هغې په وینا، د دغو توکیو له کارولو وروسته سړی په بله نړۍ کې وي، غواړي ګډا وکړي، چکر ووهي او ان د ښوونکي له ستړي کوونکي درس نه هم خوند واخلي.»
له کومه یې کوئ؟
+له هر ځایه. د خوراکي توکیو له پلورنځیو، لاس پلورونکیو او ان کله د سړک د سر له ماشومانو نه
-څنګه دې وکولی شول چې له کورنۍ نه دې خپله روږدتیا پټه کړې؟
+ښايي پر پټولو به یې لاسبرې شوې یم، خو ډېر کله به مې خپلوانو ځان نه پوهاوه. د سترګو شاوخوا توره حلقه خپله وايي چې معتاده یم. دا چې تر اوسه مې خپلې کورنۍ ته دا کیسه نه ده کړې، خوشحاله یم.
-که پوه شي چې روږدې یې؟
+ورکېږم. بیا به کور ته د تګ هېڅ سترګې او عزت را پاتې نه شي.
– تر اوسه د دې د دغو نشهيي توکیو پر پرېښودو فکر کړی؟
+هو. خو دا چې ونه شول، ونه شول.
صديقې د مخه ښې پر وخت د هدا په نوم د يوې بلې نجلۍ په اړه وويل.
نوموړې زياته کړه، هغه شپږ کاله په نشهيي توکيو روږدې وه او په دوامداره توګه يې ټابلېټ «k» نه ګټه اخيسته.
هغې له اوږدې او ځنډوونکې مسکا وروسته وويل:« هدا يوه ځانخوښې او مغروره نجلۍ ده، هيله لرم چې پيدا يې کړی شې.»
سبا سهار مې هدا پسې حرکت وکړ چې پيدا يې کړم دې لپاره چې هغې شپږ کاله نشهيي توکي کارولي، نو ځان سره مې د پوښتنو په جوړولو فکر کاوه.
پرته له دې چې ستړې شم پته مې پيدا کړه. یوه نجلۍ چې اوږده ویښتان لري، نرۍ جوړې شوې وريځې او شنې سترګې لري چې تورو حلقو يې سترګو نه تاو خوړلی و، ور پرانيست.
مخکې له دې چې د هدا کور ته راشم، صديقې ورته کيسه کړې وه.
له ستړې مه شې وروسته يې په مات شوي غږ راته په نشهيي توکيو د روږدي کېدو کيسه داسې وکړه: « کله چې د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم نو ټابلېټ «k» مې خوړلې او تر ننه يې خورم.»
کله مې چې وپوښتل د دې کار لامل څه و، په عاجزۍ يې راته وويل: « که رښتيا راباندې وايې، ما په خپل شوق او علاقې دا کار پيل کړ. هېڅ لامل هم نه لري؛ نه يوازيتوب، نه فشار او نه هم کوم بل دروغ چې ډېری خلک يې خپلو خپلوانو ته بهانه کوي.»
د نوموړې په وينا: « د يادو ټابلېټونو له کارولو ورسته يو خوند پيدا کېږي او وروسته ستړيا، بېخوبي، بېاشتيايي، زړهتنګي او هر هغه څه چې شکنجه کوي دې، درسره مل کېږي. نوره نو ستړیا او نارامي هم د دې د کارولو خنډ نه کېږي او له دې نه خوشې کېدو لپاره هڅې هم پايلې نه ورکوي. هر څومره چې لاس او پښې ووهئ په هماغه کچه نور هم روږدي کېږئ، لکه زه.»
د روږدي کېدو ډلهيیز رنځ
په نشهيي توکيو د روږدي کېدو تر ټولو کوچنی زيان د خپلې کورنۍ له لاسه ورکول دي.
لکه څنګه چې افغاني دودیزې ټولنې په نشهيي توکيو د روږدو مېرمنو د درملنې په لاره کې یو لړ خنډونه رامنځته کړي، نو صديقه وايي چې په کورنۍ او ټولنه کې د هغې د درملنې پر مخ بېباوري او ناوړه فکرونه تر ټولو مهم خنډونه دي.
کله چې یوه ښځه په نشهيي توکيو روږدې کېږي، د سړيو پر خلاف هغې ته ټوله کورنۍ پر مخ درېږي. د نړيوالو شمېرو پر بنسټ د ښځو په نشهيي توکيو روږدي کېدل سړيو ته په پرتله ډېر جانبي عورض لري. صديقه هم له زرګونو نجونو هغه يوه ده چې په نشتهيي توګيو روږدې ده او ټابلېټ «k» کاروي.
نوموړې وايي: « هر سهار چې د خپلې خونې ايينه کې ځان ته ګورم، د سترګو شاوخوا تورې حلقې وينم، لاس او زړه مې لړزېږي او ځان مې ویجاړېدو ته نور هم یو ګام نږدې ګورم. يو کال خو مې چې خپل تصوير ته کتل وېرېدم او ځانته له جزا ورکولو پرته مې بل کار نه شو کولای.»
هغه په نارامه زړه او ګډوډ ذهن سره د هغې يوې ټولنې کيسه کوي چې ژوند يې نشهيي توکيو ته ډالۍ کړی.
صديقه چې دوه کاله کېږي په نشهيي توکيو روږدې ده وايي، مالي امکانات او ټابلېټ «k» ته اسانه لاسرسی هغه عوامل دي چې ويې نهشو کولای په اسانۍ له دې کاره وژغورل شي.
ښځې ولې په نشهيي توکيو روږدې کېږي؟
د ډېری څېړونکيو په باور، په نشهيي توکيو د ښځو او نجونو د روږدي کېدو لومړی ځای د هغوی کورنۍ ده.
کورنۍ تاوتريخوالی، له کوره دباندې د امن ځای نه موجوديت او د اولادونو او مور پلار ترمنځ بېباوري هغه بنسټيز عوامل دي چې نجونې او مېرمنې په نشهيي توکيو روږدې کوي.
لږ لوستي او بېسوادي هم لامل شوې چې لږې کورنۍ د خپلو اولادونو خبر ته غوږ ونيسي.
د مور او پلار او اولادونو ترمنځ د اړيکو نه موجوديت هغه بل لامل دی چې اولادونه يوازيتوب کې نشهيي توکيو ته مخه کړي.
نشهيي توکيو ته د اړتیا کمېدنې پروګرام مرستیال ډاکټر شکور د نشهيي ټابلېټونو د مصرف کچې په اړه کره شمېرې نه ورکوي، خو په وینا یې، دې وروستیو کې تر بل هر وخت اوسمهال د ځوانانو ترمنځ ټابلېټ «k» نه ډېره ګټه اخیستل کېږي.
د نوموړي په وينا، ټابلېټ «k» په ناقانونه توګه افغانستان ته واردېږي او په غالب ګمان په وړو وړو دوکانونو کې پلورل کېږي.
ډاکټر شکور وايي، دا صنعتي درمل له ډېرو موادو په ځانګړې توګه میتیل ډي اکسي امفیتامین (MDMA) نه جوړېږي چې د کاروونکي رواني حالت ته بدلون او د خوشحالۍ احساس ورکوي.
د نشهيي توکيو ټابلېټونه په بېلابېلو نومونو لکه ټرمپ، زامبي، سېلور، د لوېدو الوتکه، د لېوه سر او شېر په نومونو د ښارونو په يو شمېر دوکانونو کې پلورل کېږي.
له نشهيي توکيو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي چې د نشهيي توکيو دا ټابلېټونه ډېری يې له تاجیکستان نه افغانستان ته په قاچاقي توګه راوړل کېږي او نومونه يې هم له هماغه ځايه راوړل شوي دي.