د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، که طالبان «د تاوتریخوالي کمولو لپاره رښتینې اراده او وړتیا» وښيي، ناټو تیاره ده چې په افغانستان کې د خپلو ۱۶ زرو ځواکونو شمېر را کم کړي. نوموړي نه ده روښانه کړې چې څومره ځواکونه به کم له افغانستانه وباسي.
د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې له ولسمشر محمداشرف غني سره د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې کړې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بېګاه ماښام پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، ولسمشر غني چې په مونیخ ناسته کې د ګډون لپاره المان ته تللی، د ناټو له عمومي منشي، د امریکا د بهرنیو او دفاع وزیرانو او زلمي خلیلزاد سره په ګډه غونډه کې لیدلي او خبرې اترې کړې دي. صدیقي د یادې ناستې د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر دوه ورځې وړاندې وویل چې امریکا له طالبانو سره د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کړي او په اړه یې هوکړې ته رسېدلې ده.
د مونیخ کلنۍ امنیتي غونډه د جمعې په ورځ د المان په مونیخ ښار کې پیل او درې ورځې به دوام وکړي. په دغې غونډه کې د یوشمېر هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران ګډون او پر امنیتي موضوعاتو بحث کوي.
اړوند مطالب: