د اروپايي اتحادیې مبارکي او د «ملي انسجام پر ارزښت» د یوناما ټینګار

اروپايي اتحادیې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورل له ولسمشر محمداشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو له لارې غني ته د ټاکنو د پایلې مبارکي ویلې ده.

د اروپايي اتحادیې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې بورل د دغه بهیر چې څو میاشتې اوږد شو، د پای ته رسېدو هرکلی کړی او د ټاکنیزو بنسټونو کارونه «سره له دې چې له ځینو ستونزو سره مخ وو» هم ستاینه کړې ده.

خبرپاڼه لیکي، اروپايي اتحادیې تل د افغانستان د اساسي قانون او نورو بنسټونو ملاتړ کړی او د ټاکنو وروستۍ پایلې ته په پام، دغه اداره د محمداشرف غني په مشري له نوي دولت سره همکاري ته تیاره ده.

خبرپاڼې زیاته کړې، بورل د ولسمشر غني د هغې ژمنې هم هرکلی کړی چې ویلي یې و، «داسې دولت به جوړ کړي چې ټول افغانان په‌کې ځان وویني.»

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول ټینګار کړی چې اوسنی لومړیتوب د یوې هراړخیزې سولې د ملاتړ لپاره یووالی دی. یادې اتحادیې د سولې پروسې د ملاتړ لپاره تیاری ښودلی او ویلي یې دي چې فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په راتلونکې دوره کې پر «ملي انسجام» ټینګار کړی دی. یوناما بېګاه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي: «ملګري ملتونه هم د دغې موضوع پر ارزښت ټینګار کوي چې د ټاکنو د وروستۍ پایلې په اړه هر ډول اعتراض د هېواد له مقرراتو او د اساسي قانون له نظم سره سم له ثبات او انسجام سره برابر وي.»

یوناما ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته د یوشمېر نوماندانو او د هغوی د پلویانو اندېښنې ته په اشارې ویلي چې د ګوندونو په ګډون د دغه هېواد د ټولو خلکو او بنسټونو د ملاتړ لپاره هڅه کوي او د نوماندانو د درک وړ غوښتنو ته د رسېدو او د رایو بیاشمېرنې په اړه د حساب ورکولو په برخه کې د ټاکنو مدیریتي بنسټونو د هڅولو لپاره مسلکي او بې‌طرفانه سپارښتنې کوي.

د یادونې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پنځو میاشتو ځنډ وروسته محمداشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په وړلو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. دغه کمېسیون پرون په یوه غونډه کې ښاغلي غني ته باورلیک هم ورکړ.

اړوند مطالب:

شنونکي: د ټاکنو د پایلو په اړه لانجو نړيوال چوپ کړي

نبیل: د جمهوريت او ټول‌شموله حکومت د دفاع لپاره يې وسلې وېشلي

دوستم د غني له اړیکې وروسته؛ د درغلیو پایله نه منو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام