پمپیو: له ناوختېدو مخکې به اعلامیه خپره کړو

سره له دې چې د ولسمشري ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلانېدو درې ورځې تېرېږي، واشنګټن تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ولسمشري ټاکنو پایله له نږدې څاري.

پمپیو پرون سعودي عربستان ته د سفر پر مهال وویل: «د افغانستان په اړه د ویلو لپاره څه نه لرم، خو موږ د ټاکنو پایله له نږدې څارو.»

نوموړي زیاته کړې: «له ډېر ناوختېدو مخکې به د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلې په تړاو اعلامیه خپره کړو.»

د ټاکنو د پایلې له اعلان یوه ورځ وروسته، په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان یوه ویډیو خپره شوه. نوموړي په دغه تصویري پیغام کې که څه هم په ټاکنو کې د خلکو د ګډون هرکلی کړی و، خو په افغانستان کې یې د ولسي کابینې د جوړولو لپاره هیله څرګنده کړې وه.

 خو په کابل کې د ایران سفارت د یادې ویډیو له خپرېدو څو ساعته وروسته په یوه مطلب کې وویل چې دغه سفارت د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلې په تړاو کوم دریځ نه دی غوره کړی.

که څه هم د ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلانه څلور ورځې تېرېږي، خو له اروپايي اتحادیې، هند او کویټ پرته هېڅ هېواد د افغانستان د ولسمشري ټاکنو د پایلو په تړاو رسمي دریځ نه دی نیولی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې سه‌شنبې په ورځ محمداشرف غني د ولسمشري ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د ټاکنو کمېسیون د اعلان شوې پایلې له مخې، ښاغلي د ټولو رایو ۵۰،۶۴ سلنه رایې وړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام