د پکتيا، خوست، کندوز او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکيو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک لپاره د امن شرایطو رامنځ ته کولو په موخه، د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو نه نمانځنه وکړه.
دوی بېلا بېلو حرکتونو کې د تاوتریخوالي د کمولو پر پیل خوښي وښوده او له ښکېلو خواوو یې د دايمي اوربند غوښتنه وکړه.
پکتيا کې د دې حرکت ګډونوالو وويل، د تېرو څو لسيزو جګړو قرباني افغانانو په ځانګړې توګه ملکي وګړيو ورکړې؛ خو ګټې يې نورو هېوادونه ته رسېږي.
خوست کې هم يو شمېر خلک د تاوتریخوالي د کمولو په خوشالۍ ښار ته راوتي.
دوی هیله څرګندوي چې د سولې وروستيو خبرو کې پرمختګونه او د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو پرېکړه اوربند ته لار هواره کړي.
په ورته وخت کې په کندوز ولايت کې هم د دې ولايت اوسېدونکيو، مدني فعالانو او عالمانو په يوه راټولېدنه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي له کمولو هرکلی وکړ.
په دې راټولېدنه کې کندوزيانو « موږ سوله غواړو» د شعار تر سرليک لاندې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه دې بس کړي، اوربند دې وکړي او تلپاتې سولې ته دې ورسېږي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو لپاره طالبانو او افغان حکومت تېره شپه ټول هېواد کې د جګړې د کمښت اعلان وکړ او دواړو لوريو له خپلو ځواکونو غوښتي چې دفاعي حالت کې و اوسي.
په دې تړاو: