د بشري حقونو کمیسیون: د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې خلک اندېښمن کړي

د بشري حقونو کمسیون امریکا، افغان حکومت او طالبانو ته یوه لیک کې ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د بنديانو د تبادلې خبرونو خلک اندېښمن کړي او يو شمېر پوښتنې يې راپورته کړې دي.

په دې ليک کې لیکل شوي چې د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په پرله پسې توګه په هېواد کې زندانونه څاري، د ۵۰۰۰ طالب بنديانو لېست له کميسيون سره نه دی شريک شوی، همدا راز  د طالبانو له خوا بنديانو شويو کسانو ته هم لاسرسی نه لري.

ياد کميسيون همداراز ليکلي چې  ټول افغانان حق لري د سولې پروسې او بنديانو د خوشې کولو په تړاو معلوماتو ته لاسرسی ولري او زياته کړې يې ده چې د بنديانو د خوشې کولو اړوند پوښتنې په درې مسايلو پورې تړاو لري:«  عدالت ته د قربانيانو لاسرسی، د بنديانو قضايي پروسه او  د بنديانو پېژندنه، څارنه يې او له خوشې کېدو وروسته پلان» دی.

 د بشر د حقونو کميسيون ويلي چې طالب بنديانو بېلابېل جرمونه ترسره کړي، داسې چې عام خلک يې هم په نښه کړي دي، د دې جرمونو قربانيان به څه ډول عدالت ته لاسرسی پيدا کوي؟

. دوی همداراز ليکلي چې ایا د قربانيانو کورنيو پر مشخصو بنديانو شکايت ثبت کړی؟ که داسې شکايتونه موجود وي، د کومې مشخصې پروسې او ميکانيزم له لارې به د دې قربانيانو (حق العبد) خوندي کېږي.

یاد کمېسیون داسې مهال اندېښنه ښيي چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو او ۱۰۰۰ افغان سرتېري د طالبانو له زندانونو خوشې شي.

خو ولسمشر غني روانه اوونۍ ویلي، د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه هېڅ ډول ژمنه نشته.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله به وشي او کنه؛ خو طالبانو ویلي، که د دوی بندیان خوشې نه‌شي، بین‌الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام