کرونا؛ پاکستان په هرات کې خپله کونسلګري وتړله

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې په هرات کې خپله کونسلګري تړلې ده.

د یاد سفارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې لیکل شوي، کونسلګري به یې د ۱۵ ورځو لپاره تړلې وي او له خلکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا دې کونسلګري ته نه ورځي.

په ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو او له کبله یې د ۱۷۵ کسانو د مړه کېدو سره سم، افغان دولت هم د څو ورځو لپاره له ایران سره خپلې لارې وتړلې.

دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ له ایرانه سلګونه افغان کډوال له ایرانه په زوره را اېستل کېږي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په کابل او کندهار کې د کرونا شپږ شکمنې پېښې چې نمونې یې د دغه وزارت لابراتوارونو ته رسېدلې وې، منفي وې.

د نوموړي په وینا، یاد وزارت د کرونا ۳۶ نورې شکمنې ارزوي او پایله به یې ډېر ژر له خلکو سره شریکه کړي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د کرونا ۱۱۹ شکمنې پېښې ثبت کړي چې له ډلې یې یوازې یوه مثبته ختلې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ډېری شکمنې پېښې په هرات، غزني، غور، بلخ، فاریاب، هلمند، بغلان، لوګر او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوي چې له یوې پرته نورې ټولې یې منفي وې.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت پرون د کرونا د خپرېدو مخنیوي لپاره له خلکو وغوښتل چې د نوي کال په مېلو او پروګرامونو کې دې له ګډون نه ډډه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام