هغه روغتونونه چې د کورونا د تشخیص ادعا کوي، تړل کېږي

د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په کابل کې به یو روغتون او یو د تشخیص مرکز د ناقانوني اقداماتو له کبله وتړل شي. دغه وزارت ویلي، روغتونونه او د تشخیص مرکزونه د کورونا ویروس د تشخیص واک او وړتیا نه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، هغه روغتونونه چې د کورونا ویروس د تشخیص ادعا یې کړې، په نښه شوي او ډېر ژر به وتړل شی.

د نوموړي په وینا، یوه روغتون ورته ویلي چې د کورونا ویروس تشخیصوي او د هر مورد په بدل کې درې زره افغانۍ اخلي. هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا  وزارت د کورونا ویروس ټولې معاینې په وړیا توګه کوي.

مایار وايي، یوازې د دغه وزارت له لوري جوړ شوي مرکزونه د کورونا ویروس د تشخیص واک لري او په وینا یې، هغو روغتونونو ته یې پلاوی لېږلی چې د کورونا د تشخیص ادعا یې کړې وه.

په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د ۳۴۰ شکمنو پېښو له ډلې ۲۲ یې مثبتې اعلان شوې دي. هرات چې له ایران سره ګډه پوله لري، پر دې ناروغۍ ډېر اخته کسان لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام