نېکولاس‌کي: د نوي کال پر ورځ پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بريد د شرم وړ دی

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس‌کي زابل کې پر افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو بريد غندلی او ويلي يې دي چې دا کار د شرم وړ دی.

نوموړي په ټوېټر کې ليکلي:« طالبانو څنګه د نوي کال په لومړۍ ورځ پر خپلو هېوادوالو د بريد امر کړی؟ په داسې حال کې چې ټوله نړۍ له کورونا ويروس سره مبارزه کوي.»

د زابل د تېرې ورځې د سهار په بريد کې ۲۵ امنيتي ځواکونه وژل شوي. د زابل سيمه‌ييز مسوولان وايي چې دا بريد د طالبانو د ۸ کسيزې نفوذي ډلې له لوري شوی. د دوی په وينا، بريدګر وروسته له بريده طالبانو سره يوځای شوي دي.

له دې وړاندې افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په يوه ټوېټ کې افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې وه. نوموړي همداراز له طالبانو غوښتي وو چې له کورونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

ولسمشر غني هم په زابل کې پر افغان امنيتي سرتېرو د طالبانو برید غندلی. ارګ یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو دغه ډول بريدونه د سولې فرصت له خطر سره مخ کوي او د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا پیاوړی کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام