هرات کې پر کورونا شکمنه دویمه اخته ښځه هم مړه شوه

د هرات روغتیايي مسوولان وايي، یوه ۵۰ کلنه ښځه چې د کورونا ویروس نښې په‌کې لیدل شوې وې، د دغه ولایت د کورونا ناروغانو په ځانګړي روغتون کې مړه شوې ده.

د هرات روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته ویلي، د یادې ښځې د کورونا ویروس تشخیص روان دی او تر ۲۴ ساعتونو پورې به روښانه شي. هغه زیاتوي چې مړې شوې ښځې ساه‌لنډي هم لرله.

دا په هېواد کې د کورونا له کبله درېیم کس دی چې خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر دې مخکې یوه ښځه په هرات او یو نارینه هم په بلخ کې مړه شوي وو.

د پنجشېر مسوولان هم په دغه ولایت کې د کورونا د دوو پېښو د ثبت خبر ورکوي.

د پنجشېر د والي ویاند محمدمنصور عنابي وايي، یاد کسان شاوخوا لس ورځې وړاندې له ایرانه دغه ولایت ته ورغلي او اوس یې په وجود کې د کورونا ویروس نښې لیدل شوې دي.

د هغه په وینا، د یادو کسانو د کورونا ویروس پر تشخیص کار روان دی او اوس په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي.

تر اوسه د ۴ ناټو ځواکونو او دوو بهرنیو ډيپلوماټانو په ګډون ۸۴ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د ۸۰ افغانانو له ډلې چې پر کورونا اخته دي، ۲۸ یې ایران او چین ته نه دي تللي او یاد ویروس په ټولنه کې له نورو کسانو ورته لېږدول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدامحمد پیکان وايي، ډېری هغه کسان چې کورونا ویروس په ټولنه کې ورته لېږدول شوی، په هرات ولایت کې دي.

پیکان زیاتوي، د هرات، فراه او نیمروز ښارونو اوسېدونکیو لګول شوي ګرځبندیز ته پام کړی دی.

نوموړي یو ځل بیا له کابل ښاریانو وغوښتل چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا سپارښتنې په پام کې ونیسي او له بیړنیو اړتیاوو پرته له کورونو را ونه وځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام