لیک: افغان سیکان هېواد خوشې کوي

سیک هېوادوالو د هغوی پر درمسال له وسله‌وال برید وروسته، د هند سفارت ته یو لیک استولی او هرڅه ژر یې د افغانستان خوشې کولو غوښتنه کړې ده. ظاهراً د دغه برید مسوولیت اسلامي دولت یا «داعش» ډلې منلی دی.

هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ اهل هنود یا سیکانو د یوه لیک په استولو سره هرڅه ژر د افغانستان خوشې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې  حاضر نه دي، نور دغه هېواد کې ژوند وکړي.

کابل کې د اهل هنود پر درمسال د داعش برید کې چې شپږ ساعته یې دوام وکړ، ۲۶ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، دغه برید د یوه ترهګر په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی.

دغه لیک کې چې د انډین‌اکسپرس له خوا خپور شوی، په کې راغلي چې داعش ډله افغانستان کې د هغوی پر وړاندې جدي ګواښ دی او د دوی له منځه وړلو لپاره هڅه کوي.

تېر کال د کاناډا د کډوالو وزارت اعلان کړی و چې ټاکل شوې د افغانستان سیکان او هندوان دغه هېواد ته ورشي.

کاناډا ته د افغان سیکانو او هندوانو لېږدولو طرحه ننګرهار کې له خونړي برید وروسته مطرح شوه.

هغه برید کې چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی و، ۱۷ سیک هېوادوال ووژل شول.

کاناډا ته د افغان سیکانو د بشپړ لېږد له خبر وروسته، هېواد کې یو شمېر اهل هنودو وویل، که چېرې دولت وکولی  شي، د هغوی امنیت ونیسي، هېڅ کله هم افغانستان نه خوشې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام