سکاټ مېلر د طالبانو د سیاسي دفتر مېلمه

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر د دغه دفتر له غړیو سره لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ناټو ځواکونو قوماندان پرون ماښام د دغه دفتر له غړیو سره د سولې هوکړه‌لیک او دغه راز د هغو مواردو په اړه بحث کړی چې نقض شوي دي.

په ټویټ کې دغه راز لیکل شوي چې په ملکي سیمو کې د ناټو ځواکونو د بریدونو په اړه هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالب ډلې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې له امریکا سره د سولې‌ هوکړه‌لیک یې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له لوري نقض شوی، خو په وینا یې، د دې ډلې جنګیالیو په بشپړه توګه عملي کړی دی.

د افغانستان له بندخونو نه د دې ډلې د بندیانو نه خوشې کېدل د یاد هوکړه‌لیک د نقض یو مورد دی. د دې ډلې په وینا، ټاکل شوې وه چې بندیان یې د بین‌الافغاني خبرو اترو له پیل مخکې خوشې شي، خو په بېلابېلو پلمو سره دا بهیر ځنډېدلی دی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي و چې ډلې یې تل د افغان دولت له استازیو سره خبرو اترو ته تیاری ښودلی، خو د بندیانو نه خوشې کولو له کبله یې بین‌الافغاني خبرې اترې ځنډولي دي.

دغې ډلې له امریکا غوښتي و چې د سولې هوکړه‌لیک هم خپله عملي کړي او هم نور همکاران ورته متوجه کړي. د یادې ډلې په وینا، که دا تخطۍ روانې وي، بې‌باوري به جوړه او دا ډله به جګړې ته زور ورکړي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي، طالبانو د سولې‌ هوکړه‌لیک پر موادو عمل نه دی کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام