باميان؛ زورواکو په کې تاريخي او دولتي ځمکې غصب کړي

د باميانو ولايت سيمه‌ييز مسوولان وايي، په تېره يوه مياشت کې يو شمېر زورواکو دولتي ځمکې غصب کړي او په خپل سر يې په کې ودانۍ جوړې کړې دي.

د ځمکو او ښار جوړولو اداره په دې ولايت کې عدلي او قضايي بنسټونه په بې‌غورۍ او له غاصبانو په طرفدارۍ تورنوي او وايي چې په دې ولايت کې هېڅ غاصب نه دی محاکمه شوی.

د باميانو امنيې قومندان ويلي يوازې په روانه حمل مياشت کې ۱۴ مورده چې دولتي ځمکې غصب کېدې مخه نيول شوې او غاصبان يې هم عدلي او قضاي بنسټونو ته پېژندل شوي دي.

د ياد ولايت امنيې قومندان صادق مرادي وايي، د مسوولو بنسټونو نه همکاري لامل شوې چې د ځمکو غاصبان په دې ولايت کې تاريخي او دولتي ځمکې غصب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوه کلونو وړاندې د شمېر له مخې په دې ولايت کې ۲۶۵۰ جريبه ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې وه.

د باميانو اوسېدونکي وايي چې سيمه‌ييزه اداره يې د مخنيوي توان نه لري؛ خو د ياد ولايت د استيناف محکمې رياست مسوولان وايي، يوازې هغه دوسيې د یادرې ادارې له لوري رد شوي چې په سمه توګه يې څېړنه نه ده شوې.

ياده اداره وايي، د ځمکو د غصب يو شمېر دوسيې په جدي توګه څېړل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام