
د پنجشېر د والي وياند محمدمنصور عنابي سلاموطندار ته وايي، ياد کسان چې تازه په کورونا ويروس اخته شوي ۳ يې سړي او ۲مېرمنې دي چې د ابشارو او د رخې د اولې برخې اوسېدونکي دي.
د نوموړي په وينا له يادو کسانو ۳ يې د ابشارو ولسوالۍ د يوې کورنۍ غړي دي.
پنجشېر کې د کورنا ويروس د ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي شوي ۵۰ بستريز روغتيايي مرکز مسوول ډاکټر رحیمداد وايي، ناروغ کسان تر درملنې لاندې دي.
حکومتي مسوولان وايي، ياد ناروغ کسان له کابله ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۶ ته رسېدلی دی.





