د ځینو دیني عالمانو پر څرګندونو د هرات د والي نیوکې

د هرات والي سیدوحید قتالي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پر هغو دیني عالمانو چې په نامسوولانه ډول له کورونا ویروس سره چلند کوي، نیوکه وکړه.

نوموړی وايي، هغه دیني عالمان چې د اسلامي ټولنې اجماع، د الازهر فتوا او له کورونا سره د مکې مکرمې او مدینې منورې چلند یې له پامه غورځولی او نامسوولانه ډول د خلکو له برخلیک سره لوبې کوي، تاریخ به یې هېر نه کړي او که کورونا ویروس پر یوه ناورین بدل شو، باید ځواب ووايي.

که څه هم د هرات والي د چا نوم یاد نه کړ، خو داسې ښکاري چې د مولوي مجیب‌الرحمان انصاري د وروستیو څرګندونو ته یې اشاره لرله.

د هرات د ګازرګاه د جامع جومات خطیب مجیب‌الرحمان انصاري داسې مهال د جمعې لمونځ ورکړ چې زرګونو کسانو په‌کې له واټن پرته ګډون کړی وو او د کورونا پر وړاندې مبارزه یې سوداګري وبلله.

نوموړي ویلي و: «پوهېږو چې د خپلو سوداګریو او شتو په اړه تبلیغات کوي او دیني عالمان د ملت قاتلان یادوي.»

دغه دیني عالمان د جمعې ورځې په خطبه کې د عامې روغتیا وزیر هم بدعقیده او دروغجن وباله او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزیر ۴۵ ورځې وړاندې ویلي و چې ډېر ژر به ۱۲۰ زره کسان د کورونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي، خو اوس چې دا ورځې پوره شوي، تر اوسه په هېواد کې د کورونا له کبله ۱۲۰ کسان هم نه دي مړه شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند له دغو څرګندونو وروسته له مسوولو چارواکو، په تېره له حج او اوقافو وزارت نه وغوښتل چې خپل دریځ روښانه کړي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس وايي، اوس د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیول د خلکو ژوند ژغوري، هماغسې لکه چې د نوح علیه السلام کښتۍ خلک وژغورل. نوموړی په دې برخه کې د دیني عالمانو پر ژور فکر ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۱۲۵ مثبتې پېښې ثبت کړي او یوې ښځې هم په کندهار کې د دغې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوس په هېواد کې ۱۸۲۸ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي او ورځ تر بلې دا شمېر په ډېرېدو دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام