هېواد کې د کورونا ویروس ۱۷۹ تازه پېښې ثبت شوي؛ ټولې ۲۴۶۹ شوې

 

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ولایتونو کې د کورونا ویروس تازه ۵۹۱ شکمنې پېښې ازمایل شوي چې ۱۷۹ یې مثبتې دي او په دې سره ټول هېواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴۶۹ ته رسېږي.

له دغو ۱۷۹ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۷۵ کابل، ۲۳ هرات او ۱۸ بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېواد کې کورونا ویروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کی دی او خلک باید په دې اړه وقایوي تدابیر جدي مراعت کړي.

افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله ۷۲ کسان مړه شوي او ۳۳۱ نور بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام