بغلان کې د داعش ډلې جوړه شوې هسته له منځه ولاړه

د بغلان پر مرکز پلخمري ښار د طالبانو له سختو بریدونو او په دغه ولایت کې د ناامنیو له زیاتوالي وروسته، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي معاون عبادالله عباد دغه ولایت ته سفر وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې دی او ورسره مل کسان د بغلان د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته ورغلي دي. قانع وايي، د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو بېګاه په مرکزي بغلان ولسوالي کې د داعش ډلې ۵ غړي چې درې ښځې او ۲ نارینه دي او غوښتل یې په یاده ولسوالي کې کسان جذب کړي، نیولي دي.

د نوموړي په وینا، د داعش ډلې جنګیالي له ختیځو او سوېل ختيځو ولایتونو بغلان ته راغلي او غوښتل یې دلته یوه شبکه جوړه کړي. هغه وايي، امنیتي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې په دغه ولایت کې د نامسووله‌ وسله‌والو د تګ‌راتګ مخه هم ونیسي.

قانع وايي، امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو مخنیوي لپاره بشپړ تیاری لري او په وینا یې د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره به شمال‌ ـ ختیځو ولایتونو ته هم ولاړ شي.

په بغلان کې یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د داعش جنګیالي په دغه ولایت کې د حزب‌ اسلامي تر بېرغ لاندې فعالیت کوي. د سرچینې په وینا، د داعش ډلې غړي د حزب‌ اسلامي د یوه قوماندان میرویس جهادیار تر واک لاندې سیمه کې اوسېدل.

خو د حزب اسلامي یو قوماندان په مرکزي بغلان ولسوالي کې د داعش ډلې د غړیو حضور ردوي او وايي، د داعش جنګیالیو له تېرو درې میاشتو راهیسې د دوی له کنټروله لرې په یوه کور کې ژوند کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو پرون جنوبي اسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر له دوو کسانو سره ونیوه.

ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي امنیت ځواکونو د جنوبي اسیا او لرې ختیځ د برخې مشر شیخ ابوعمرالخراساني د دې ډلې د عامه اړیکو مسوول صهیب او د استخباراتو مسوول ابوعلي نیولي دي.

ملي امنیت څه موده مخکې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی له ۱۹ نورو جنګیالیو سره ونیوه. نوموړي په خپل لومړني اعتراف کې له داعش ډلې سره د سیمې استخباراتو له پراخو اړیکو پردده پورته کړې وه او د هغه له نیولو کېدو وروسته د دې ډلې ځینې نور مهم غړي هم ونیول شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام