په کابل کې د لوړې د غبرګو مراسمو له جوړېدو راهیسې د ارګ او سپېدار ترمنځ سیاسي کړکېچ روان دی او د کورنیو منځګړو ترڅنګ، بهرني منځګړي هم بریالي نه شول چې دغه کړکېچ ته د حل مناسبه لاره پیدا کړي.
خو اوس دواړو لوریو ته نږدې کسان وايي، د سیاسي جوړجاړي په اړه پرمختګونه شوي دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره په خبرو کې ښه پرمختګونه شوي او د مهمو اصولو په اړه هوکړه شوې ده.
صدیقي ټینګار وکړ چې هر ډول سیاسي هوکړه به د اساسي قانون په چوکات کې کېږي او په هېڅ ډول به دغه قانون مات نه شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سپېدار لیدلوری هم ولرو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره پر دغه کار بریالي نه شوو.
د سیاسي چارو کارپوه غلامفاروق سکندري هم تر یوه بریده د ولسمشر د ویاند خبرې تاییدوي او وايي، په هوکړه کې راغلي ټکي له اساسي قانون سره سمون لري او احتمال شته چې داوړه لوري ډېر ژر رسمي هوکړې ته سره ورسېږي.
ځینو رسنیو ته په لاس ورغلي اسناد بیا ښيي چې د دغې سیاسي هوکړې له مخې چې د اعتبار موده یې د حکومت تر پایه ښودل شوې، یو شمېر وزارتونه، سفارتونه، عدلي او قضايي ارګانونه او ځینې نورې مهمې ادارې د دواړو خواوو ترمنځ وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ تېره ورځ د ارګ او سپېدار ترمنځ د عدلي – قضايي او امنیتي ادارو د وېش په اړه اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه ادارې باید له هر ډول وېش نه لرې وساتل شي، څو وکولای شي د قانون واکمني تضمین کړي.