
د کندوز په خاناباد ولسوالي کې د ږلۍ او موسمي بارانونو اورېدو او د سېلابونو راوتلو له ۲ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه ویجاړه او یوشمېر کروندګرو ته یې زیان اړولی دی.
د خاناباد یو کرونګر ګلمحمد وايي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله یې ۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او د غنمو او سبزیو حاصلات یې له منځه تللي دي.
دغه کس چې په وینا یې، هر کال یې د کرکېلې له لارې سلګونه زره افغانۍ عاید درلود، اوس له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له کروندګرو سره مالي مرسته وکړي.
د کندوز د خاناباد ولسوال حیاتالله امیري هم وايي چې سېلابونو د دغې ولسوالي د کرونګرو کرنیز حاصلات او باغونه له منځه وړي دي.
د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ وايي، یادو سېلابونو هغو کرونګرو ته ډېر زیان اړولی چې سبزۍ کرلې وې.
دغه ریاست وايي چې د کرونګرو د وضعیت ارزولو لپاره یې یو پلاوی خاناباد ولسوالي ته استولی او د زیانمنو کروندګرو له سروې وروسته به ورسره مرستې وشي.
خاناباد ولسوالي د ابي او للمي کرنیزو ځمکو په لرلو سره د کندوز ولایت د لومړۍ درجې ولسواليو له ډلې ده.





