
د ننګرهار په پېښې ولسوالي کې د پرونۍ پېښې یو عیني شاهد سره له دې چې ټپي و، خو له رسنیو سره یې په خبرو کې وویل، د پروني ځانمرګي برید غږ او د جنازې په ځای کې د انسانانو د وجود په وینو لړلې غوښې به یې هېرې نه شي.
شاوخوا درویشت کلن احمد د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ هغه ولسوالي چې پرون دوشنبه د لسګونو انسانانو د وژنې او ټپي کېدو شاهده وه.
ځانمرګي بریدګر هغه مهال ځان پورې تړلیو توکیو ته چاودنه ورکړه چې کله سلګونه خلک د دغې ولسوالي د محلي پولیسو د مخکیني مشر په جنازه ورټول وو.
ولسي وګړي وايي، د ګڼو خلکو په منځ کې د بریدګر پېژندل ستونزمن کار دی، خو زیاتوي چې په جنازه ورټول خلک د لسګونو نورو جنازو شاهدان پاتې شول.
د کوز کونړ ولسوالي یو قومي مشر نورمحمد د سترګو لیدلی داسې بیانوي: «صفونه مو تړل چې دغه وخت کې یو ګړز وشو، دغه ګړز سره اندازې نه زیات خلک پراته وو، مړی ژوندی نه پېژندل کېده، د ټولو رنګونه اوښتي وو، یوه غم انګېزه پېښه وه، له هغې وروسته ډزې هم پیل شوې.»
د ننګرهار روغتیايي چارواکیو ویلي، د ننګرهار د ښېوې له پېښې د دغه ولایت روغتونونو ته ۳۲ جسدونه او ۱۳۳ ټپيان ور وړل شوي وو چې نیمايي یې رخصت کړي او د پاتې نورو روغتیايي حالت ښه دی.
په وژل شویو کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړی عبدالله لالاخان ملکزی او په ټپیانو کې یې پلار او ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی ملک قیس نوراغا ملکزی شامل دي.
د ښېوې ولسوالي اوسېدونکي د وسلهوالو په مقابل کې د حکومت پر پڅ دریځ نیوکه کوي او وايي، حکومت دې د جګړې ځواب پر جنګ ورکړي.
بل لور ته د ولسي جرګې غړی او د ولایتي شورا د وژل شوي غړي پلار ملک قیس نوراغا ملکزی وايي، په ښېوه کې د پروني برید ټول اسناد او شواهد لري او په وینا یې، باید دا پېښه په جدي توګه وڅېړل شي.
د ننګرهار چارواکيو ویلي، د ښېوې پېښې څېړنه به په ولایتي او مرکزي کچه کېږي.
د دوشنبې په ورځ پلازمېنې کابل کې هم پر یوه روغتون وسلهوال برید د نوزېږو ماشومانو او ناروغو مېرمنو په ګډون، د ۲۶ ملکي وګړو ژوند واخیست.
د کابل او ننګرهار پرونۍ پېښې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونو سره مخ شوې. د ولسمشر او پخواني اجراییه رییس په ګډون، د افغان سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد، د امریکا باندنیو چارو او دفاع وزارتونو ، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي او د بشري حقونو سازمانونو یاې پېښې غندلي او پر ماشومانو، مېرمنو او لمونځ کوونکيو بریدونه یې نه بښونکي اعمال بللي دي.
که څه هم طالبانو د کابل او ننګرهار په پرونیو پېښو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکو ویلي، وسلهوالو طالبانو نورو ترهګریزو ډلو ته د فعالیت لار هواره کړې ده.





