اوبو ته د افغان کډوالو د اچولو پېښې څېړل؛ ایراني چارواکي همکاري نه کوي

د ولسي جرګې او هرات ته د حکومت له لوري د لېږل شوي پلاوي غړی عبدالستار حسیني سلام‌وطندار ته ویلي، ایراني چارواکي سیند ته د افغان کډوالو د غورځولو په اړه خبرو کولو او د سندونو او شواهدو ارزولو لپاره ورسره همکاري نه کوي.

هغه وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له هغه وروسته چې ایراني چارواکي خبرو کولو ته حاضر نه شول، پر ایران فشار راوړ او اوس هم په ډېره ټیټه کچه په اسلام‌کلا کې په دې اړه خبرې اترې کېږي او په وینا یې، دواړو لوریو پرون په اسلام‌کلا کې ګډه غونډه لرله.

د نوموړي په وینا، په محلي او ټیټه کچه د یادې پېښې څېړل د حقیقت موندونکي پلاوي لپاره د منلو نه دي او ایراني چارواکي باید په دې اړه له دوی سره بحث ته حاضر شي.

که څه هم پر ټولنیزو رسنیو د ایراني چارواکو له قوله لیکل شوي چې یاده پېښه دروغ ده، خو عبدالستار حسیني وايي، داسې سندونه او شواهد ورسره دي چې د ایراني ځواکونو له لوري د ۳۹ افغان کډوالو د نیولو، شکنجې او هریرود سیند ته د غورځولو ښکارندويي کوي.

هغه زیاتوي، داسې شواهد هم لري چې ایراني ځواکونه د ۳۹ افغان کډوالو له ډلې یو چې ۱۴ کلن دی، په یوه بورۍ کې اچوي او د بورۍ د سر له تړلو وروسته یې سیند ته ورغورځوي. هغه ټینګار کوي چې پلاوي د یادې پیښې سندونه او شواهد بشپړ کړي او ښیي چې ایراني ځواکونو د بشر ضد جنایت کړی دی.

نوموړی وايي، ژر به دغه سندونه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

په هرات کې د پنځمې سرحدي لوا قوماندان ګلبدین الکوزي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون افغان او ایراني چارواکو په اسلام‌کلا کې په دې اړه ګډه غونډه لرله او پایله به یې نن له رسنیو سره شریکه شي.

د محمدحمید طهماسي په مشري د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی د تېرې اوونۍ په پیل کې هرات ته ولاړ. طهماسي له څېړنو څو ورځې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۴۶ افغان کارګرو له ډلې چې په قاچاقي ډول ایران ته تلل، د ۱۱ کارګرانو او ۴ قاچاقیانو جسدونه ورک دي، خو دوه نور جسدونه یې چې یو یې څوارلس کلن ماشوم دی، تازه د پېښې په ځای کې موندلي دي.

په دې سره د موندل شویو جسدونو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی. محمدحمید طهماسي وویل چې ۱۹ نور کسان ژغورل شوي او په وینا یې، د پيښې په اړه سندونه او شواهد هم ورسره دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په هرات کې د ایران کونسلګرۍ نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو، خو د ایران لوړپوړیو چارواکو په خپلو مرکو کې ویلي چې له څېړلو وروسته یې داسې څه نه دي موندلي چې پر بنسټ دې یې ایراني ځواکونو افغان کډوال شکنجه کړي وي.

بله‌خوا ځینو ایراني سرچینو چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغان کډوالو د غرقېدو پېښه د دواړو هېوادونو په پوله کې شوې او باید د دواړو لوریو د سرحدي چارواکو له لوري وڅېړل شي، خو په وینا یې، که دغې ناستې پایله نه لرله، بیا باید په لویه کچه وڅېړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام