
په بلخ کې دوو ښځو د شیریني پخولو یوه کارخونه جوړه کړې او ۲۰ نورو ښځو ته یې پهکې د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ناهید چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زدهکوونکې ده او نیمه ورځ په دې کارخونه کې کار کوي وايي، خوشحاله ده چې هغې او نورو ملګرو ته یې کاري فرصت برابر شوی او اوس کولای شي د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.
یو شمېر هغه مېرمنې چې په دې کارخونه کې ورته کاري اسانتیاوې برابرې شوي وايي، هڅه کوي چې خپل تولیدات زیات او په اقتصادي برخه کې خپلې وړتیاوې وښيي.
د شیرینۍ پخولو د دغې کارخونې دوه کارګرانې تمنا او فاطمه وايي، مخکې ورته داسې فرصت نه و برابر شوی او اوس له دې لارې کولای شي خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دغه ښځې وايي، اوس د دوی په ګډون، نورې ښځې هم هڅول شوي چې پر کوچنیو او سترو کاروبارونو پانګونه وکړي او له دې لارې د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې ونډه واخلي.
د دوی په وینا، ښځې باید یوازې د کور نه وي، بلکې کولای شي د ټولنې په هره برخه کې ونډه واخلي او خپله د ژوند او کورنۍ چارې سمبال کړي.
که څه هم اوس په افغانستان کې د کاروبار پر وړاندې ستونزې ډېرې دي، خو دغه کوچني پانګهوال هڅه کوي چې په بازارونو کې د پام وړ رول ولري او د خپلو تولیداتو لپاره بازارموندنه وکړي.





