ايران کې د افغان کډوالو د موټر سوځولو په تړاو اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو اعتراض وکړ

 

د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر سوځولو پر وړاندې افغانستان کې د غبرګونونو په دوام، اوس د دغو اعتراضونو لمن اروپايي هېوادونو ته رسېدلې.

تېره ورځ د اتریش پلازمینې ویانا کې لسګونه افغان کډوال سره را غونډ شول او د ایراني سرتېرو له لوري یې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر سوځول وغندل.

ياد اعتراض کې اتريشيانو هم ګډون درلود چې له دې ډلې يوې اتريشۍ مېرمنې سلام‌وطندار ته وويل: «زه نن دلته راغلې يم ځکه چې د افغانانو پر وړاندې تل تاوتریخوالی کېږي او دغې موضوع ته د اتریش رسنیو کې ډېر کم انعکاس ورکول کېږي. زیاتره خلک نه پوهېږي چې د افغانانو پر وړاندې نژادپالنه یوازې دلته اتریش کې نه، بلکې ایران او خپله افغانستان کې هم شته. د همدې لپاره دلته یم چې د دغو بې‌عدالتیو پر وړاندې اعتراض وکړم.»

اتریش کې افغان اعتراض کوونکيو د وروستیو قربانیانو یادولو په موخه شمعې هم بلې کړې او په دې برخه کې يې افغان دولت پړ وباله.

اعتراض کوونکي تمه لري چې غږ یې نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه ملګروملتونو او د بشري حقونو نړیوال سازمان ته ورسېږي او هغوی نه باید د دغه جنایت پر وړاندې چپ خوله پاتې شي.

افغان کډوالو سره د زور زیاتي پېښې تازه نه دي؛ خو د ایران د پوله ساتو ځواکونو له لوري هغه هېواد کې د افغان کډوالو موټر ته اور اچول چې په کې درې افغانان وسوځېدل، د ډېرو په باور تر ټولو ناوړه عمل دی چې د ایراني سرتېرو له لوري افغانانو سره شوی دی.

افغان دولت د دغې پېښې څېړلو په تړاو یو پلاوی ګمارلی دی.

دغه پلاوی به سره له دې چې د ایران یزد ښار کې د افغان کډوالو د موټر سوځېدو پېښه څېړي، د افغانستان او ایران د پولو امنیت تامینولو او افغان کډوالو ته د تسهیلاتو برابرولو په اړه ایراني چارواکيو سره خبرې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام