هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۴۷۶۶ ته ورسېدې؛ ۴۷۲۵بېرته ښه شوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلا بېلو ولایتونو کې د کورونا ویروس ۶۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټول هېواد کې په کووېډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۴ زره او ۷۶۶ ته لوړ شوی دی.

د ياد وزارت د عامه اړیکو سرپرست سعیدالدین جامي وايي، د کورونا له دغو ۶۶۴ تازه پېښو تر ټولو ډېرې ۳۱۶ کابل، ۳۴ کندهار، ۳۴ پروان، ۳۲ تخار، ۳۲ بغلان، ۳۱ پنجشېر، ۳۰ کاپيسا،  ۲۴ نورستان، ۲۲ پکتيا، ۲۱ لغمان، ۱۹ پکتيکا، ۱۴ کندوز، ۱۲ دايکندي، ۱۱ لوګر، ۸ کونړ، ۷ ننګرهار، ۷ هلمند، ۳ زابل، ۳ نيمروز او ۲ هم په باميانو ولايت کې  ثبت شوې دي.

د نوموړي په وينا، افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۲۰ کسان مړه شوي او ۵۲۴ بېرته روغ شوي چې د ټولو مړو شويو شمېر ۴۷۱ او د بېرته رغېدلو هم ۴ زره او ۷۲۵ ته رسېږي.

دې سره ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۷ میلیون او ۸۷۰ زرو اوښتی چې له دې ډلې یې څه باندې ۴ لکه او ۳۲ زره مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام