
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ټاکل شوې نن ماښام د سولې په اړه د افغانستان، امريکا او روسيې ترمنځ درې اړخيز ناسته وشي.
دې ناسته کې چې نن ماښام په شپږو بجو د ويډيو کنفرانس له لارې کېږي، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد او افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ګډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې به د تاوتريخوالي پر کمولو، د بینالافغاني مذاکراتو پيل، د بنديانو تبادله، دايمي اوربند او د سولې په اړه د سيمهييزې او نړيوالې اجماع د تامين په اړه بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر وياند صدیق صدیقي په يوه ټوېټ کې وويل، ټاکل شوې ډېر ژر د بينالافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته د قطر په دوحې کې وشي.





