د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۲۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۶۵ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغو شمېرو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰ زره ۶۱۶ ته ورسېده.
د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مسوول سعیدالدین جامي وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۸ نور بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټولټال ۷۰۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۰ زره ۶۷۴ نور بېرته روغ شوي دي.
په همدې حال کې د بېپولې ډاکټران په هرات کې د کورونا د تشخیص د یوه مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.
د یاد سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاد مرکز ۳۲ بستره لري او د هرات ښار په ګذرګاه سیمه کې پرانېستل شوی دی.
په هرات کې د بېپولې ډاکټرانو د پروژې همغږی کوونکی کلیر سن فلیپو ویلي، په پام کې لري د هغو ناروغانو درملنه وکړي چې اکسېجن ته اړتیا لري او د هرات پر نورو مرکزونو فشار را کم کړي.
تر اوسه په نړۍ کې پر کورونا له ۴۹۷ زرو ډېرو اخته کسانو ژوند اخیستی او له ۹ میلیونه او ۹۱۲ زرو نه ډېر پر دغه ویروس اخته شوي دي. له دې ډلې له ۵ میلیونه او ۳۶۲ زرو نه ډېر بیا بېرته روغ شوي دي.