ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د هر ولایت لپاره د والي د مرستیالې په توګه یوه ښځه معرفي شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د حکومت کابینې پرېکړه کړې چې په ۳۴ ولایتونونو کې به یوه یوه ښځه د واليانو د مرستیالانو په توګه وټاکل شي.
صدیقي زیاته کړه چې په دې اړه د محلي ارګانونو خپلواکي ادارې ته لارښوونه شوې، څو د دغو ښځو لپاره بستونه رامنځته کړي.
د صدیقي په وینا، کابینې دغه راز پرېکړه وکړه چې د هېواد د سترو ښارونو د پراختیا په برخه کې د هرات، کندهار، مزارشریف، خوست او ننګرهار د ښاري پراختیا لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د ولسمشر ویاند له طالبانو سره د سولې په اړه وویل چې حکومت د ښه نیت او دغه راز د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره ۴ زره او ۱۴ طالب بندیان خوشي کړي، په داسې حال کې چې طالبانو یوازې ۷۰۰ دولتي بندیان خوشي کړي او دا یو نا بشپړ ګام دی.
صدیقي زیاته کړه، حکومت د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي او اوس د طالبانو وار دی چې د دولت او خلکو په غوښتنه د سولې ګامونه اوچت کړي. صدیقي وايي، طالبانو لا هم تاوتریخوالی نه دی کم کړی چې په وینا یې، دا کار د دولت، خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه دی.
د ولسمشر ویاند د خپلو خبرو په دوام وویل چې د کابینې له پرېکړې سره سم ټول جګپوړي دولتي چارواکي، د ملي شورا غړي او والیان باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
صدیقي زیاته کړه، دغه کار باید په راتلونکو درېوو اوونیو کې وشي او که څوک له دې پرېکړې سرغړونه کوي، مالیې وزارت ته دنده سپارل شوې چې معاشونه یې بند کړي.