د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالي امنیه قوماندان عبدالنصیر کاپیساوال سلاموطندار ته ویلي چې د ملي اردو یوه پخوانۍ سرتېري خپله مېرمن، خور او بابا وژلي دي.
دا پېښه پرون د جبلالسراج ولسوالي په شېرباقيخېل سیمه کې شوې او یاد کس د پولیسو تر څار لاندې دی.
د کاپیساوال په وینا، له وژل شوې ښځې یو یونیم میاشتنی ماشوم پاتې دی.
نوموړی کورنۍ دښمني د دې پېښې لامل بولي.