خوشې شوي طالب بندیان د جګړې ډګر ته ګرځېدلي

د بدخشان امنیې قومانداني وايي، یو طالب جنګیالی چې څه موده مخکې له بګرام بندخونې نه خوشې شوی و، د دغه ولایت په کوفاب ولسوالي کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني وايي، یاد جنګیالی شېرالله نومېږي او په کېپټان مشهور دی. د نوموړي په وینا، خوشې شوی طالب بندي له خپلو دوو ملګرو سره هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې پر امنیتي ځواکونو برید وکړي.

هغه زیاتوي، یاد کس تر دې مخکې د وسله‌وال فعالیت په تور د امنیتي ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته د بګرام بندخونې ته لېږدول شوی و.

د حکومت له بنده د طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته دا لومړی بندي دی چې په بدخشان کې بېرته د جګړې ډګر ته ګرځېدلی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې باید دولت د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره پنځه زره طالب بندیان خوشې کړي او طالبان هم باید زر امنیتي ځواکونه راخوشې کړي.

له یادې هوکړې وروسته په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې خوشې شوي طالب بندیان به بېرته خپلو کورونو ته ګرځي او د جګړې ته به نه ځي.

دولت تر اوسه شاوخو څلورنیم زره طالب بندیان خوشې کړي او د راپورونو له مخې، طالبانو هم تر اوسه د دولت نږدې ۷۰۰ بندیان چې یرغمل کړي یې وو، خوشې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر د تېرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې وویل، هغه ۵۹۲ طالب بندیان چې له دولت سره دي، د جدي ستونزو لرلو له کبله نه خوشې کېږي او هېڅ قانون یې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.

د دغه شمېرو بندیانو نه خوشې کولو د بندیانو د تبادلې او دغه راز د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل پروسه له خنډ سره مخ کړې ده.

طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام