د سولې پروسه؛ ۶۰ سلنه خلک یې استخباراتي لوبه بولي

د افغانستان د سولې انسټېټیوټ مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په هېواد او سیمه کې د سولې راتلو لپاره سیاسي اراده او اجماع نشته او د حکومت مشران هم له سولې نه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

د افغانستان د سولې انسټېټیوټ مرستیال بشیر هاتف وايي، د سولې روانې پروسې په اړه ټاکلی دریځ نشته او دغه کار لامل شوی چې خلک د سولې پر پروسې او روانو هڅو بې‌باوره او هم د سولې د نا پیل شویو بین‌الافغاني خبرو لړۍ هم بې‌ګټې وګڼي.

هاتف زیاتوي، ۶۰ سلنه خلک د سولې لپاره روانې هڅې یوه استخباراتي لوبه بولي.

په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د باور جوړونې لپاره د خلکو همکاري او یوې پایلې ته د سولې پروسې رسېدل جدي اړتیا ګڼل کېږي او ترڅنګ یې حکومت او طالبان هم باید د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د سولې انسټېټیوټ مسوولان دغه راز وايي، د جګړې او منفي تبلیغاتو له ادبیاتو نه ګټه اخيستل لامل شوي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شي چې په وینا یې، دغه دوه اړخونه باید پر یو بل له تور پورې کولو لاس واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام