د سوچه اسلامي نظام جوړېدل؛ د طالب ډلې د مشر اختریز پیغام

د طالب ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې خپلو جنګیالیو ته د یوه سوچه اسلامي نظام د جوړېدو زېری ورکړی او ویلي یې دي چې د اسلامي نظام د جوړېدو په درشل کې دي.

د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي د اختر په ورځو کې د تاوتریخوالي کموالي یا اوربند په اړه څه نه دي ویلي.

هبت‌الله اخندزاده په دغه پیغام کې د بین‌الافغاني خبرواترو، نړیوالو ځواکونو، له نړیوالو سره د اړیکو، بیارغونې، ښوونې او روزنې او نورو موضوعاتو په اړه څرګندونې کړې دي.

د یاد پیغام په یوه برخه کې ټینګار شوی چې د دې ډلې د بندیانو خوشې کول د باور رامنځته کېدو او د سولې پروسې د لنډېدو لامل کېږي.

د طالب ډلې مشر له دولت نه غوښتي چې د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.

ملا هبت‌الله خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي چې «زموږ جهاد د اشغال د پای ته رسېدو او د یوه سوچه اسلامي نظام جوړول و او زموږ روښانه پیغام دا دی چې انحصار نه غواړو او افغانستان د ټولو افغانانو کور دی.»

هغه له کورنیو اړخونو غوښتي چې د واک د وېش پر ځای، د سولې پروسې پر وړاندې شته خنډونه لري کړي، څو د کورنۍ جګړې لامل له مخې لرې شي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د سولې راتلل د نړۍ، په تېره د سیمې هېوادونو په ګټه دي.

د طالب ډلې مشر له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي چې په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام