پروان؛ طالبانو ۷۲ ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو امر کړی

روان کال په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ښوونځي تړلي دي، خو وسله‌والو طالبانو د پروان ولایت په سیاه‌ګرد ولسوالي کې له ۳۵ ښوونځیو، په غوربند دره کې له ۲۲ ښوونځیو او دینې مدرسو، شینوارو ولسوالي کې له یوه دارالحفاظ، کوه ساپي ولسوالي کې له ۱۳ ښوونځیو او په شېخ‌علي ولسوالي کې هم له ۲ ښوونځيو غوښتي چې د شنبې له ورځې دې د ښوونځيو دروازې د زده‌کوونکو پر مخ پرانېزي.

د غوربند درې د دولتي ښوونځيو یو مدیر چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې نوم په ډاګه شي، له سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، طالبانو نن دوشنبې په سیمه کې د محلي شورا په جوړولو سره د ښوونځیو مدیران ورغوښتي او خبرداری یې ورکړی چې ښوونځي باید بېرته پرانېزي.

په ورته وخت کې د پروان د سیاه‌ګرد ولسوال نوراغا سامي وايي، که څه هم د طالبانو دغه غوښتنه به د ښوونځیو د بیا پیلېدو په اړه د افغان حکومت تر وروستۍ پرېکړې پورې عملي نه شي، خو وايي د طالبانو دغه غوښتنه جبري اړخ نه لري.

که څه هم د سیاه ګرد ولسوال وايي چې دغه موضوع د طالبانو له‌خوا د یوې غوښتنې تر بریده ده، خو د پروان د پوهنې ریاست وايي، د طالبانو تر واک لاندې یوشمېر سیمو کې لا له وړاندې ښوونځي پیل شوي دي.

د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم وايي، که د طالبانو دغه امر ومنل شي، ښايي کورونا ویروس د زده‌کوونکو او ښوونکو په منځ کې خپور شي.

په پروان ولایت کې له ۵ سوو ډېر ښوونځي او دیني مرکزونه فعالیت کوي. د پروان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، له ۷۰ ډېر ښوونځي او دیني مرکزونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام